ذاکر بلوچ ته په مخه ښه

ډېر په خواشينۍ او ډک زړۀ سره دا خبر شريکووم او ليکم چې ذاکر بلوچ زمونږ سره پاتې نۀ شو، څوک چې يو ښۀ ملګرے، لارښود او د ملک لپاره کارکوونکے(Civil Servant) ؤ. هغۀ د دولسم اګست د ماسپښين نه پس لۀ کوېټې څخه پنجګور ته سفر کولو چې وسله والو ئې په ګاډي حمله وکړه او هغۀ پۀ کښې زخمي شو. د هغۀ د ژغورنې هڅه وشوه خو د زخمونو لۀ کبله ئې ساه ورکړه. هغۀ پۀ ميراث کښې وقف، مهرباني او د کار ژور احساس پرېښودو. زۀ ګمنام بلوچ د ذاکر بلوچ د نزدې ملګرو څخه يو يم او دا وخت پۀ کراچۍ کښې پۀ يو پرائيوېټ سېکټر کښې کار کووم. د هغۀ سره زما ملګرتيا د کلونو زړه وه، د هغه وخت چې کله مونږ دواړه زده کوونکي وو. زۀ د هغه چا يعنې ذاکر په ژوند سرسري رڼا اچووم د چا نه چې زۀ ډېر متاثر ووم او ډېر څۀ مې ترې زده کړې دي.

ذاکر بلوچ د تربت پۀ سنګينار کې زېږېدلے ؤ.  هغۀ متوسطې کورنۍ څخه ؤ چې د خپلو تعليمي لاس ته راوړنو لپاره پېژندل شوے. د هغه پلار "کنال بلوچ” د خپلو بچو د زدکړو لپاره سخت کار کوو. د دوي پۀ پالنه کښې د دوي د مور "ګل جان” کردار هم د يادونې وړ دے. ذاکر د څلورو وروڼو څخه يو ؤ. د هغۀ اکېډمک ژوند د وړوکوالي څخه ډېر متاثرکن او غوره ؤ. هغۀ د لسم ټولګي پورې زدکړې پۀ تربت کښې کړې وې او دولسم (FSC) ئې پۀ کوېټه کښې کړے ؤ. د دولسم ټولګي پۀ ازموينه کښې وړومبے پوزيشن اخستو سره ئې د لاهور د انجينېرنګ او ټيکنالوجي پوهنتون يوه وظيفه (scholarship) ترلاسه کړه چې د پټروليم او ګېس زدکړې وکړې. د زدکړو د بشپړېدو نه پس هغۀ دوه ځل د مقابلې پۀ ازموينه (CSS) کښې شريک شو او دواړه ځل د ناکامۍ سره مخ شو، خو حوصله ئې و نۀ بايلله. پۀ کال 2017ء کښې د بلوچستان پبلک سروس کمېشن د مقابلې پۀ ازمونيه کښې کامياب شو او اسسټنټ کمشنر وټاکلے شو. هم دغه کال ئې وادۀ کړے ؤ او خداے ورته دوه لوڼه ورکړې وې چې ماهِ کان او مورورِد نومونه ئې دي، څوک چې نن د پلار د سيوري نه بغېر ژوند تېروي.

ذاکر بلوچ  د انجينېرۍ د ډګرۍ د پوره کېدو نه پس او د پاکستان کسټم کښې د شاملېدو نه مخکښې پۀ کال 2016ء کښې د سکلمبرګر پاکستان سره لنډه موده د ارزښت ټاکوونکي په توګه کار وکړو. يو کال وروستو هغۀ د بلوچستان پبلک سروس کمېشن لۀ لارې اسسټنټ کمشنر جوړ شو او د لسبيله اولسوالۍ پۀ دوريجي تحصيل ئې لومړۍ تقرري وشوه. هغۀ د دې نه پس د واشوک اولسوالۍ بسيمه کښې او وروسته پۀ ګوادر کښې ايډيشنل ډپټي کمشنر په توګه دنده ترسره کړې ده، چرته چې هغۀ د چاينه او پاکستان پۀ معاشي راهدارۍ (CPEC) پۀ پروژو کښې مرسته کړې. ذاکر د ترقۍ نه پس پۀ قلعه عبدالله کښې د ډپټي کمشنر په توګه  او وروستۍ تقرري ئې په پنجګور کښې د ډپټي کمشنر په توګه شوې وه.

د ذاکر يادونه زمونږ پۀ زړونو کښې ژوندي دي لکه چې "مېرے الزبت فريي” پۀ خپل يو نظم کښې وائي: "زما په قبر مۀ ودرېږه او ژاړه، زۀ هلته نۀ يم، زۀ مړ شوے نۀ يم.” دا خبره ډېره زړۀ ماتوونکې ده چې د هغۀ مړينه د هغو خلکو لۀ خوا کارول کېږي چې تش په نوم قامي احساسات لري او غلط معلومات خپروي. د دوي دا عمل د ذاکر د مور او پلار د لوي غم، د هغۀ د بچو د يتيم کېدو غم او د يوې کونډې لپاره د خواخوږۍ نشتوالے څرګندوي. کله چې بلوچ لېبرېشن ارمي (BLA) د ذاکر د وژنې د مسوليت د منلو څخه انکار وکړو نو ماه رنګ بلوچ او د بلوچ يکجهتي کمېټي (BYC) نورو خلکو ټولنيزو رسنيو ته مخه کړه، د ترهګرو سازمانونو د ګټو لپاره ئې د ذاکر مړينې له بل رنګ ورکړو او په رياستي ادارو ئې تور پورې کړو. دغه شان ئې د ذاکړ مړينه د بلوچ قام د نسل کشۍ برخه وګرځوله. سره له دې چې پۀ تېرو دوو لسيزو کښې د BLA په شان ډلو لۀ خوا بې شمېره بلوڅان په نخښه شول چې پۀ کښې ښوونکو، ډاکټرانو، ملکي مامورينو او داسې نورو خپل ژوند لۀ لاسه ورکړو، د دې ظلمونو په اړه د قام پالنې دعوه کوونکي چوپه خولۀ دي. د دې په ځاے دوي له حالاتو سره لاس او ګرېوان دي، د ذاکر بلوڅ په څېر د نامتو شخصيتونو ياد تر پښو لاندې کوي، چا چې په رښتيني ډول د بلوچستان د خلکو د خدمت کولو هڅه کوله. سياست بايد د پرمختګ وسيله وي، خو د ذاکر مړينه د ناوړې اېجنډې پرمخ وړلو لپاره کارول، د بخښنې وړ نۀ دي.

راځئ چې د هغو خلکو په ردولو سره د هغۀ د ميراث درناوے وکړو چې د تفرقه انګېز موخو لپاره د هغۀ له مرګ څخه ناوړه ګټه پورته کوي. او درناوے وکړو د هغۀ فکري ملګرو ته د ځان ژمنتيا له لارې چې هغه ئې خوښوي. اروا ئې ښاده، آمين.

 

ګمنام بلوچ، کراچۍ.