تحريکِ طالبان پاکستان او تحريکِ طالبان افغانستان: د يوې سکې دوه مخونه د طالبانو له خوا د افغانستان د نيولو راهسې پۀ پاکستان کښې د ترهګرۍ بيا سر راپورته کول د تحريک طالبان پاکستان او د افغان طالبانو ژورې اړيکې او ګډې موخې په ډاګه کوي. هر څو کۀ دوي دا دعوې ردوي چې دوي […]
تحريکِ طالبان پاکستان او تحريکِ طالبان افغانستان: د يوې سکې دوه مخونه
د طالبانو له خوا د افغانستان د نيولو راهسې پۀ پاکستان کښې د ترهګرۍ بيا سر راپورته کول د تحريک طالبان پاکستان او د افغان طالبانو ژورې اړيکې او ګډې موخې په ډاګه کوي. هر څو کۀ دوي دا دعوې ردوي چې دوي د يوې سکې دوه مخونه دي، خو دوي د يو شان بنياد پرستې نظريې له لارې وړاندې ځي او د يو بل سره عملي او تنظيمي ملاتړ شريکوي. پۀ دې کښې هيڅ شک نشته چې د طالبانو پۀ افغانستان کښې پۀ واک کښې راتګ ټي ټي پي (TTP) ته ډاډ ورکړے دے چې لۀ کبله ئې پۀ پاکستان کښې ترهګرې هلې ځلې ډېرې شوې دي. د ترهګرۍ د نړيوال ليکلړ لۀ مخه دا د پاکستان لپاره پۀ خطره کښې د زياتوالي ثبوت او د خفګان مقام دے چې ملک نن د لومړي څخه په څلورم نمبر ولاړ دے.
د ټي ټي پي وړتيا چې د افغان خاورې څخه په معافيت سره عمليات وکړي اوس د پاکستان د امنيتي ځواکونو لۀ خوا لګول شوي تورونه نۀ دي. دا د ملګرو ملتونو لۀ خوا تايد شوې، کومه چې اوس په ډاګه ده چې پۀ افغانستان کښې ترټولو لويه ترهګره ډله ټي ټي پي ده چې د يوې اندازې تر مخه له 6000 څخه تر 6500 جنګيالي لري. د ملګرو ملتونو (UN) راپور پۀ دې هم ټينګار کړے دے چې پۀ افغانستان کښې د طالبانو رژيم د ټي ټي پي ډلې سره مرسته کوي د چې د پولې اخوا پۀ پاکستان بريدونه ترسره کړي. د ډېرو راپورونو او استخباراتو نه معلومېږي چې د طالبانو پۀ مرسته/همکارۍ کښې هيڅ شک نشته چې د افغانستان اوسيدونکي د پاکستان پۀ خاوره کښې پۀ ترهګريزو هلو ځلو کښې برخه اخلي. د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې ټي ټي پي د پاکستان "داخلي مسله” ده او دا چې د پولې اخوا ترهګري له افغانستان څخه تنظيميږي، د يوې ملنډې څخه کمه نۀ ده.
د ټي ټي پي او افغان طالبانو تر منځ عملياتي او ساختياتي تقليد د دوي ژوره اړيکه نوره هم په ډاګه کوي. پۀ پاکستان کښې د داسې حکومتونو جوړول چې د ټي ټي پي د اسټبلېشمنټ سيورے پرې وي د رياست (پاکستان) د بې ثباته کولو ښکاره هڅه ده او دا پۀ افغانستان کښې د طالبانو پخوانۍ تګلارې ته ورته عمل دے. په هر حال، دا تګلاره نوې نۀ ده او د ټي ټي پي دومدارې هڅې انځوروي چې د پاکستان حاکميت کمزورے کړي او پۀ ټوله سيمه کښې بې نظمي خوره کړي. سره له دې، ټي ټي پي په اسانۍ سره هغه تاوان/مرګ ژوبلې له پامه غورځوي چې د پاکستان خلکو ته ئې رسولي دي، د دې په ځاے چې پۀ بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې غږونه پراخ کړي او په دولتي امنيتي ځواکونو بې بنياده تورونه ولګوي.
د ټي ټي پي د اصلي ماهيت يو تر ټولو غمجنه يادونه پۀ پېښور کښې د آرمي پبلک سکول (APS) قتل عام دے چې پۀ کښې د 140 څخه ډېر خلک په بې رحمۍ وژل شوي چې اکثريت ئې ماشومان وو. دې ماشومانو د خپل ځان او خپل هېواد د روښانه راتلونکي د خوندي کولو لپاره زدکړې کولې، خو بيا هم د ټي ټي پي د بې رحمه نظريې ښکار شو. هغه صدمه چې د دوي کورنيو او په اجتماعي توګه قام ته رسيدلې ده، د هېرولو يا بخښلو وړ نۀ ده. دا د ترهګرۍ هغه قوتونه دي چې ټي ټي پي هڅه کوي چې ورسره يو ځاے شي، پۀ داسې حال کښې چې په منافقانه توګه رياست او امنيتي ځواکونه چې "د پاکستان اصلي ساتونکي” د بشري حقونو په سرغړونو تورنوي. د دغو ماشومانو او د ټي ټي پي د تشدد نور بې شمېره ښکار خلکو وينه د دغو تش په نامه د "آزادۍ جنګياليو” لاسونه رنګوي، چې د وژلو او ويجاړونکي څخه پرته بل څۀ نۀ دي.
پۀ پاکستان کښې د شريعت په بنسټ د حکومت لپاره د ټي ټي پي غوښتنه د مذهبي تقويٰ حاصلول نۀ دي بلکې د افغان طالبانو د ناکامې تجربې د تکرار لپاره يوه ناکامه هڅه ده. دوي هڅه کوي چې د مذهب په نوم خپل سخت قوانين عملي کړي او د خپلې بنياد پرستې نظريې د پراختيا لپاره د کمزورو خلکو څخه ګټه پورته کړي. په هر حال، د پاکستان خلکو دوي د مخکښې نه پېژندلي دي. د افغان طالبانو ناوړه واک چې د اقتصادي سقوط، ټولنيز جبر او نړيوالې عليحدګۍ له امله په نخښه شوے، په دې اړه يو سخت خبردارے ورکوي چې ټي ټي پي د زړۀ له کومي غواړي چې پاکستان ته راوړي.
د ټي ټي پي او افغان طالبانو تر منځ دا اتحاد چې دواړه د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره هر قېمت ادا کولو ته تيار دي، بايد د هغه څۀ لپاره ښکاره شي چې دا يوه خطرناک فتنه ده چې زمونږ قامي جوړښت ګواښي. پۀ داسې حال کښې چې دوي ښائي ځانونه د اسلام د اتلانو په توګه وړاندې کړي، خو د دوي کړنې بل ډول دي. د دوي ترهګريز چالونه، د بې ګناه خلکو ژوند ته پام نۀ کول او د بهرنيو عناصرو سره ملګرتيا د دوي اصلي مقصد په ډاګه کوي، کوم چې "د پاکستان بې ثباته کول او کمزوري کول” دے.
د ټي ټي هغه هڅې چې د پاکستان په امنيتي ځواکونو ئې د تورونو اړولو لپاره کوي، د دوي د ظلمونو څخه د پام اړولو يوه شنډه هڅه ده. د پاکستان نارينه او ښځينه وسله والو ځواکونو د ترهګرۍ له ناورين څخه د قام د ساتنې لپاره خپل ژوند قربان کړے دے. دوي د باغيانو په ضد پۀ ځينو سختو سيمو کښې جنګيدلي دي او ډېر وختونه ئې پۀ ډېر شخصي لګښت تېر کړي دي چې پاکستان د خلکو خونديتوب او امنيت ډاډمن کړي. د ټي ټي پي بيانيه چې د دغو ځواکونو د بدنامول ده، نۀ يوازې دا چې غلطه ده بلکې د دې بهادرو اشخاصو د قربانو سپکاوے دے.
دا اړينه ده چې مونږ د دې ګواښ په وړاندې محتاط او متحد پاتې شو. نړيواله ټولنه هم بايد ټي ټي پي او افغان طالبان داسې وروپېژني چې دوي دواړه د يوې سکې دوه اړخونه دي، چې د پولو پۀ اوږدو کښې د ترهګرۍ خپرولو لپاره په ګډه کار کوي. شواهد روښانه دي چې د ملګرو ملتونو د موندنو څخه معلومېږي چې د پولې پورې غاړې په مستندو بريدونو کښې د زياتوالے راغلے دے، د دې لۀ کبله د دې ډلو تر مېنځ اړيکې لۀ پامه غورځولې کېدے نۀ شي.
ممکن ده چې ټي ټي پي د بياناتو لۀ لارې زړونه او ذهنونه وګټي، خو کړنې ئې د دوي ريښتينې ارادې څرګندوي. دوي نۀ د خپلواکۍ مبارزين او نۀ د اسلام دفاع کوونکي دي؛ دوي ترهګر او ساده دي. د دوي فتنه چې د تشدد او کرکې لۀ امله راوتلې ده بايد د قانون په بشپړ ځواک او د پاکستان د خلکو د مستحکم هوډ سره مخامخ شي. يوازې پۀ دې صورت کښې مونږ خپل قام له د ترهګرۍ د شر څخه پاک د سوله ايز او سوکاله راتلونکي ضمانت وروکولے شو.
© 2025 PPN - پرامن پاکستان نیٹ ورک