د هند تر ولکې لاندې کشمير کښې د القاعده بيانيې ته ځواب

القاعده: د خپلواکۍ د جائزې مبارزې د ناجائزه کولو لپاره يوه وسيله

لۀ دې حقيقت څخه انکار نۀ شي کېدے چې د کشمير دره يو وخت ارامه او سمه وه چې د امن او بېن المذهبي يووالي نخښه وه، اوس د خپل تېر وخت سره سمون نۀ خوري. دا بدلون پۀ هند کښې د قدامت پسند بهارتيا جنتا ګوند (BJP) د بې شانه ودې لۀ کبله راغلے دے. د نرېندر مودي پۀ مشرۍ کښې د هند تر ولکې لاندې کشمير کښې د مسلمانانو حالت ډېرې کړکېچنې کچې ته رسېدلے دے. د هند حکومتي تګلارو نۀ يوازې د کشميري مسلمانانو حالت خراب کړے دے بلکې د هغوي په وړاندې ئې د دښمنۍ اور ته لمن وهلې ده. اوس پۀ کشمير کښې ورځنے ژوند د ګرفتارۍ، ماورائے عدالت وژنو، او د بنيادي حقونو لکه د تګ راتګ خپلواکي، د جائيداد ملکيت او شخصي وقار څخه د محروميت دوامدار ګواښ سره مخ دے.

کۀ مونږ د تاريخ پاڼې وګورو نو معلومېږي چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروستو د سيمې پۀ حالت کښې د پام وړ بدلون مخې ته راغلے دے. د دوي وتلو يوه خلا رامېنځ ته کړه چې د مجاهدينو د راپورته کېدو سوب وګرځېده، نو په عمومي توګه د کشمير د خلکو او په خصوصي توګه د ښځو او ماشومانو د عزت ساتنه هم مخې ته راغله. دا مبارزه د خراسان ولايت د اسلامي دولت  (ISKP) چې يوه ترهګره ډله ده او دا مهال پۀ افغانستان او د جنوبي اېشياء پۀ پراخه سيمه کښې فعاله ده، د راڅرګندېدو سره د سختو پېچلتياو سره مخ شوه. د القاعده وحشيانه حکمت عملي چې پۀ کښې سرونه غوڅول، سوځول او د پښو پرې کول شامل دي، د کشميري جنګيالو لپاره قانوني بحران رامنځ ته کړے دے. داسې حرکات په بشپړه توګه د قراني احکامو او د رسول محمد د ارشاداتو خلاف دي. لکه څنګه چې الله تعاليٰ پۀ قرآن کريم کښې فرمائيلي دي چې ژباړه ئې څۀ داسې ده: "هغه نفس مۀ وژنئ چې الله پاک کړے وي”.  يو وخت داسې ؤ چې کشميري مجاهدين د مزاحمت د سمبول په توګه په نظر راتلل ولې اوس د شک او ډار په سترګه ليدل کېږي، ځکه چې پۀ افغانستان، پاکستان، ايران او شاوخوا سيمو کښې د القاعده انتهائي تشدد د نورو مزاحمتي غورځنګونو په اړه د عمومي بې باورۍ لامل شوے دے.

حالت هغه وخت نور هم ترينګلے شو کله چې القاعده د کشمير د خپلواکۍ د مبارزې ملاتړ څرګند کړو. دا تايد د علت سره د مرستې په ځاے يو سټرېټجک جال ثابت شو. د هند حکومت له دې موقعې نه د ګټې پورته کولو لپاره پۀ کشمير کښې امنيتي عمليات زيات کړي دي. هندي چارواکو د ترهګرۍ ضد مبارزې په بهانه يو جارحانه کړکېچ پېل کړو چې نۀ يوازې هغه ډلې په نخښه کوي کومې چې د حق خوداراديت لپاره هڅې کوي بلکې هغه ملکي وګړي هم په نخښه کوي چې د خپلواکۍ پۀ غورځنګ کښې وو يا ئې ملاتړي وو. پۀ دې کښې ښځې، ماشومان او بوډاګان شامل وو چې د نيولو، شکنجه کولو او د فشار/ جبر له نورو ډولونو سره مخ وو.

لويديځو حکومتونو د هند د بيانيې سره سم د کشمير د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوونکے غورځنګ د ترهګر غورځنګ په توګه په نښه کول پېل کړل. پۀ نظر کښې دا بدلون د القاعده د ملاتړ هغه براه راست نتيجه وه چې د هند حکومت د خپل زيات شوي پوځي شتون او د خپلواکۍ غورځنګ دباو ته متوجه کولو لپاره ئې کارولې. لويديځ له دې نظريې سره د کشميريانو مبارزه نوره هم بېله کړه او د هغوي هوډ ئې کمزورے کړو.

د سټرېټجک جال رښتينې مظاهره اوس د القاعده پۀ تبليغاتي خپرونو کښې د پام وړ ده. د کشمير د آزادۍ د غورځنګ د ملاتړ له غږولو وروستو، اوس القاعده دغه غورځنګ او ملاتړي ئې د پاکستان د استخباراتو اجنټان، د جمهوريت پلوي، د کميونسټانو ملګري او د اسلام دښمنان بولي. دا د کشميريانو مبارزه نوره هم بدناموي او د هند د حکومت سختو اقداماتو له جواز پېدا کوي.

کۀ يو څوک نقطې د يو بل سره وصل کړي، القاعده زياته کړي، د ځائي آزادۍ غورځنګ پۀ حق کښې غږ پورته کړي او وروسته له هغې سره مخالفت وکړي، يوه تګلاره وټاکي چې پۀ سيمه کښې د مسلمانانو په مشرۍ د خپلواکۍ يوازينۍ مهمې هڅې کمزورې او بې ثباته کړي. القاعده او د هغې ملاتړو د تشدد په هڅولو او پۀ ورته وخت کښې مزاحمت ته د بهرنيو، جمهوريت پسندو يا کميونسټ اجنټانو په توګه نخښه کولو سره د کشميري مبارزې اعتبار او اثر پۀ کمزوري کولو کښې مهم کردار ادا کړے دے.

داسې معلومېږي چې دا سټرېټيجک لاسوهنه د يوې پراخې نمونې يوه برخه ده چې د جګړې په نورو سيمو لکه سوريه، عراق او يمن کښې ليدل کېږي. پۀ دې پسِ منظر کښې کۀ وکتلے شي نو يو شان اقدامات د داخلي مزاحمتي غورځنګونو د کمزوري کولو او ماتولو لپاره کارول شوي، او دغه شان د بهرني قوتونو او د هغوي د ملګرو پراخه جغرافيائي سياسي لاره اسانوي. کشمير هم د دې نه استثنا نۀ دے، دا د يوې لويې تګلارې وړه برخه ده چې هدف ئې په نړيواله کچه د مسلمانانو د آزادۍ د غورځنګونو ځواک او يووالے کمول دي.

 

القاعده خپل ځان د کشميريانو د مرسته کوونکو او خواخوږو په توګه وړاندې کړو چې د ځائي مبارزې لپاره ئې ډېر زيانونه اړولي، خو دوي د خپلې جغرافيائي سياسي هدف پۀ ترلاسه کولو کښې د دوي رښتيني سرپرستانو سره مرسته وکړه. لکه څنګه چې امريکې غوښتل چين کمزورے کړي، نو پۀ کشمير کښې ئې د هند سره مرسته وکړه چې هند د چين په مقابله کښې د امريکې سره مرسته وکړي او د ګټو پۀ دې جغرافيائي سياسي پيچلي جال کښې القاعده د پراکسي کردار ادا کړے دے او خپلو ملاتړو ته ئې دروغ وئيلي دي. رښتيني مومنان هيڅکله د الله د حکمونو مخالفت نۀ کوي چې پۀ قرآن کريم کښې ئې په واضح ډول وئيلي دي (چې ژباړه ئې څۀ داسې ده): "اے مومنانو، تاسو هغه څۀ وايئ چې تاسو ئې نۀ کوئ.” خداے دې زمونږ مرسته وکړي چې د اسلام اصل دښمنان وپېژنو.